د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

ریفرینس شمېره (MOPH/NH/NCB/1405/G02)

موضوع: د نور تخصصي روغتون د ۴۸ قلمه قرطاسیې د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د نور ملي او تخصصي روغتون ریاست په پام کې لري چې د  ۴۸قلمه قرطاسیې تړون د (حفیظ الله منصوري لوژستیکي خدماتو شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت (42742) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( قلعه موسی مرکزکابل) کې دی. د تړون مجموعی بیه ( (799000افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې د عقودو قانون سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر دوو کاري ورځو د نور ملي او تخصصي روغتون ریاست ته وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۳:۱۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د افغان جاپان د ساري ناروغیو درملنې روغتون ریاست په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لاندې پروژې په داوطلبۍ کې:

ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ د افغان جاپان د ساري . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۲
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، د دغه وزارت اړوند (د ۱۴۰۵ مالي کال . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۱:۵۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، د دشت برچي محمد علي جناح . . .

Back to tenders