د تدارکاتو خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د راډیولوژي ملي انسټېټیوټ آمریت ټولو هغو شرکتونو او انفرادي کسانو ته چې په شرایطو برابر وي، بلنه ورکوي چې له مشخصاتو سره سم د DR اکسری ماشین د داوطلبۍ پروسه کې گډون وکړي او شرطپاڼه د  26/9/1404 ﮪ ش نېټې څخه چې د 26/6/1447ﮪ ق نېټې سره برابر ده، تر شل ورځو پورې د 16/10/1404 ﮪ ش نېټې پورې چې 16/07/1447 ﮪ ق نېټې سره برابر ده د راډیولوژي ملي انسټېټيوټ د خدماتو مدیریت څخه تر 20 ورځو ‍‍ پورې هره ورځ د سهار ترلس بجو 10:00 پورې ترلاسه کړي.

او خپل آفرونه د شرطپاڼې مطابق د تدارکاتو مبیعه شرطپاڼې سره سم په سر تړلي ډول د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه سه شنیې ورځ 16/10/1404 چې د 17/7/1447 نېتې سره سمون لري، د غرمې تر 12:00 بجو د راډیولوژي ملي انسټېټیوټ د خدماتو مدیریت ته چې د پل آرتل سیمې کې موقعیت لري وسپاري.

ناوخته رسېدلي افرونه د منلو وړ نه دي.

بانکي تضمین د(687332) شپږسوه اووه اتیا زره درې سوه دوه دېرش افغانۍ د ګرنټۍ په بڼه دی، چې له آفر سره یوځای تسلیم کړئ.

د آفر پرانیستلو غونډه د سه شنبې ورځ چی د 18/10/1404 چی د 19/07/1447  نېټې سره سمون لري، د سهار په لس بجو د راډیولوژي ملي انسټېټیوټ تالار (40) نمبر خونې کې تر سره کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د خیرخانې د 102 بستریز روغتون ریاست یو کلن اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې یاد ریاست په پام کې لري لاندې تړون ګټونکي داوطلب ته . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د خیرخانې د 102 بستریز روغتون ریاست اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې یاد ریاست په پام کې لري لاندې تړون ګټونکي داوطلب ته ورکړي:

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې (د 1405 مالي کال لپاره، د نیمروز ولایت د روږدو درملنې 1000 بستریز کمپ د اړتیا وړ، 24 قلمو برقي وسایلو برابرول او تدارک . . .

Back to tenders