د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
moph

موضوع: د ۱۴۰۴ هـ ش کال د مرکز او ولایتونو په تخصصي روغتونونو کې د ټرینري دويم پړاو  ازموينې لپاره نومليکنه.

ټولو درنو ډاکترانو ته، چې د ټرینري ازموينې لپاره یې په حضوري ډول د اکمال تخصص ریاست کې نوملیکنه کړې ده، خبر ورکول کېږي، چې د خپلې تذکرې کاپي د اړوندې تخصصي څانګي په ذکر کولو سره د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حمل مياشتې تر پنځمې نېټې پورې لاندې ایمیل آدرس ته واستوي، تر څو د ازموينې له نورو پاتې پړاوونو او په ازموينه کې له ګډون څخه محروم نه شي.

ایمیل آدرسpgme@moph.gov.af

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۵:۴۰
Background image

خبرتیا!

موضوع: د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست متفرقه جامع (Comprehensive) ازموینه

ټاکل شوې ده چې د (Comprehensive) عمومي متفرقه ازموینه د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حمل میاشتې په وروستۍ اوونۍ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د اکمال تخصص لوی رياست بیا ځلې خبرتیا!

هغه ‌ډاکټران چې دوه کلنې تخصصي زده کړې یې له هېواد څخه بهر ترسره کړې دي، هغوی ته د اسنادو بشپړېدو لپاره د 1405  هـ ش کال د حمل میاشتې تر پنځلسمې نېټې پورې وخت ورکړل شوی دی؛ چې تر دې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۴:۴۶
Background image

خبرتیا!

محترمو هېوادوالو:

دا چې د وروستۍ پېښې په جریان کې سلګونه هیوادوالو مو خپل ژوند له لاسه ورکړی د ځینې یې تدفین مراسم تر سره ځینې یې کورنیو ته د څو ورځو په جریان کې وسپارل شول خو لا هم . . .

Back to announcements