د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د تخصصي روغتونونو د اکمال تخصص پروګرام د نسایي او ولادي څانګې د ټرینر متخصص بستونو د ټینري ازموینې محترمو نوماندانو د پام وړ:

ټاکل شوې ده، چې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د اکمال تخصص پروګرام دوهم پړاو ټرینري ازموینه د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ واخیستل شي. له همدې امله هغه محترم متخصصین چې په شرایطو برابر وي او غواړي په یاده ازموینه کې ګډون وکړي، کولای شي په حضوري ډول د اکمال تخصص لوی ریاست د ازموینو آمریت ته، چې د وزیر محمد اکبر خان روغتون په انګړ کې موقعیت لري، مراجعه وکړي او د نسایي او ولادي څانګې لپاره نوملیکنه وکړي.

شرایط:

          نوماند باید له اړوند تخصصي څانګې فارغ وي.

          د نوماند عمر باید له ۵۰ کلونو زیات نه وي.

          د مونوګراف د دفاع یا جامع ازموینې (Comprehensive) نمره باید له ۷۵٪ سلنې څخه کمه نه وي.

          د تخصص دورې ازموینې او جامع ازموینه / د مونوګراف دفاع باید په لومړي چانس کې ترسره شوې وي.

          نوماند باید د جراحۍ د پرنسیب له مخې په ساري ناروغیو لکه HCV، HIV، HBS اخته نه وي.

اړین اسناد:

          د تخصص سند کاپي

          د پوهنتون د سند کاپي

          د تخصص دورې د فایل کاپي

          د تابعیت د تذکرې کاپي

          د HCV، HIV، HBS د معایناتو پایلې د یو معتبر مرجع لابراتوار څخه

د نوملیکنې ځای او وخت:

وخت: د نوملیکنې پیل نېټه: ۱۳ / ۱۱ / ۱۴۰۴ هـ ش

د نوملیکنې پای نېټه: ۲۲ / ۱۱ / ۱۴۰۴ هـ ش

ځای: د اکمال تخصص لوی ریاست د ازموینو آمریت، د وزیر محمد اکبر خان روغتون انګړ، دوهم منزل، د هیمیوډیالیز تعمیر.

یادونه: د اړتیا په صورت کې کولای شئ له دې (0788209637) شمېرې سره اړیکه ونیسئ یا پیغام پرېږدئ.

نېټه: ۱۴ دلوې ۱۴۰۴ هـ ش

۱۵ شعبان ۱۴۴۷ هـ ق

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۵:۴۰
Background image

خبرتیا!

موضوع: د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست متفرقه جامع (Comprehensive) ازموینه

ټاکل شوې ده چې د (Comprehensive) عمومي متفرقه ازموینه د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حمل میاشتې په وروستۍ اوونۍ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د اکمال تخصص لوی رياست بیا ځلې خبرتیا!

هغه ‌ډاکټران چې دوه کلنې تخصصي زده کړې یې له هېواد څخه بهر ترسره کړې دي، هغوی ته د اسنادو بشپړېدو لپاره د 1405  هـ ش کال د حمل میاشتې تر پنځلسمې نېټې پورې وخت ورکړل شوی دی؛ چې تر دې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۴:۴۶
Background image

خبرتیا!

محترمو هېوادوالو:

دا چې د وروستۍ پېښې په جریان کې سلګونه هیوادوالو مو خپل ژوند له لاسه ورکړی د ځینې یې تدفین مراسم تر سره ځینې یې کورنیو ته د څو ورځو په جریان کې وسپارل شول خو لا هم . . .

Back to announcements