د ټولو محترمو ساختماني او لوژستیکي شرکتونو د پام وړ:

rasooli_admin
MOPH

بلنه!

د عامې روغتیا وزارت غواړي چې د دې وزارت اړوند ټولې ودانېزې، د اجناسو او خدمتونو پروژې په شفافیت سره تر سره او د ازادې داوطلبۍ له مخې مستحقو شرکتونو ته ورکړل شي دا وزارت په پام کې لري چې د یادو پروژو د داوطلبۍ چارې د عقودو نوي قانون په رڼا کې پيل کړي.

له دې کبله اړینه ده چې د عقودو قانون، د ٣١٨ روغتونونو ودانیزو (ساختماني)، د اجناسو او خدمتونو داوطلبۍ چارو او پروژو د ښه تطبیق په موخه لازم مالومات او سپارښتنې د یوې غونډې په ترڅ کې ستاسو محترمو شرکتونو سره شریکې کړي.

نو له تاسې ټولو څخه په درنښت هیله کېږي چې په دې غونډه کې برخه واخلئ.

نېټه: ورځ ٢ بجې (١٤٠٤/٠٧/٠١)

آدرس: د عامې روغتیا څلولارې ته څېرمه، د عامې روغتيا وزارت، د غونډو عمومي تالار

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۱۷
Background image

د طبي شورا اړوند د ایګزیت ازموینې د نوم لیکنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت اړوند طبي شورا عمومي رياست د فعاليت جواز (اېګزيټ) ازموينې د نوم ليکنې خبرتيا!

https://nexa.gov.af/ps/exit-reg

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

موضوع: د JAKAVI (Ruxolitinib) تقلبي درملو د نه کارونې په اړه

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ کال د دویمې شمېرې خبرداري پر بنسټ، د JAKAVI (Ruxolitinib) درې بېچه جعلي (تقلبي) درمل په . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۵۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

موضوع: د ځینو کانټراسټ (Contrast) انجکشني درملو د نه کارونې په اړه!

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ کال د لومړۍ شمېرې خبرداري پر بنسټ، د GE Healthcare Ireland Limited شرکت له لوري . . .

Back to announcements