د عامې روغتیا وزارت د معلولینو د بیا رغونې ۳۵ بستریز روغتون کې د  یوې مجهزې عملیات خونې پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

akbari_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۰:۳۴
د عامې روغتیا وزارت د معلولینو د بیا رغونې ۳۵ بستریز روغتون کې د  یوې مجهزې عملیات خونې پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د دې عملیات خونې د پرانېستې مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د عامې روغتیا وزارت رئیسانو او روغتیايي مسئولینو ګډون کړی و.

ښاغلي معین د یادې عملیات خونې پرانیسته یوه ستره لاسته راوړڼه وبلله او ویې ویل، د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د هېواد ټولو وګړو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

دغه عملیات خونه د عامې روغتیا وزارت په خپله داخلي بودیجه جوړه شوې او وروسته له دې به د معلولو هېوادوالو عملیاتونه پکې ترسره کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د بلخ ولایت ابوعلي سينا بلخي سیمه ییز روغتون سره د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو به ارزښت د طبي او غیرطبي تجهیزاتو مرسته وشوه

یاده مرسته د ازبکستان هېواد د فرغانه ولایت له لوري شوې، چې په کې د بستر ناروغانو بېډونه، ویلچرونه، د هوا سړولو (اې سي) دستګاوې، یخچالونه او یو شمېر نور اړین طبي او غیرطبي وسایل شامل دي.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۱۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د حادې خوارځواکۍ د وقایې او درملنې ملي لارښود د روزونکو د روزنې (TOT) لړۍ بشپړه کړه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د تغذیې خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د حادې خوارځواکۍ د وقایې او درملنې ملي لارښود د روزونکو د روزنې (TOT) لړۍ په بریالیتوب سره بشپړه کړه

دغه روزنیزه. . .

BACK TO NEWS