د تخار ولایت په کوویډ ١٩ روغتون کې د آکسیجن د تولید څانګه پرانستل شوه

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۶ - ۱۰:۴۲
د تخار ولایت په کوویډ ١٩ روغتون کې د آکسیجن د تولید څانګه پرانستل شوه

 دوشنبه، جوزا  ۱۶/ ۱۴۰۱
 د آغاخان بنسټ له خوا د اروپايي ټولنې په مالي مرسته د تخار ولایت د کوویډ-۱۹ روغتون کې د نږدې ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت د آکسیجن توليد څانګه  پرانیستل شوه.
 د دغه ولایت صحي مسٶولين وايي، دغه دستګاه په ٢٤ ساعتنو کې د ۱۳ آکسیجن بالونونو د تولید ظرفیت لري او کولای شي د تخار ولایتي روغتون او کوویډ ۱۹ روغتون ته د اړتیا وړ آکسيجن ورسوي.
 د آغاخان د دفتر مسوولینو دا هم وویل، چې د دې وسایلو د سم کارولو او ساتنې په موخه به ۴ روغتیايي کارکوونکي وروزي، څو وکولای شي د اړتیا په صورت کې روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
 له بلې خوا د تخار ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالقهار احمدي د دغې دستګاه د فعالولو له امله د آغاخان بنسټ او اروپايي ټولنې له مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه چې په تيرو وختونو کې د آکسیجن نشتوالى د ناروغانو لپاره له جدي ستونزو څخه وو.
 دغه راز ډاکتر احمدي په تخار ولايت کې د آغاخان بنسټ له خوا د روغتيا په برخه کې ټولې پلې شوې پروژې مهمې وبللې او په دغه ولايت کې يې په اوږدمهال کې د دا ډول پروژو پر پلي کېدو ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د غور عامې روغتیا رئیس، مولوي عبدالواحد حماس سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د غور ولایت د روغتیايي خدمتونو پر وضعیت، شته ستونزو، ننګونو او د روغتیايي مرکزونو پر بنسټیزو اړتیاوو بحث او خبرې وشوې. د غور عامې روغتیا رئیس د روغتیايي مرکزونو تجهیز، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۱
Background image

د هېواد په شمالي زون کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ معیارونو پلي کولو درې‌ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

په دغه روزنیز پروګرام کې د بلخ، جوزجان، فاریاب او سمنګان ولایتونو د خصوصي روغتونونو ۴۶ تنو استازو ګډون کړی دی، چې په ترڅ کې به يې روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ اړوند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۳:۱۳
Background image

ننګرهار ولایت کې دوه ټنه له نېټې تېر او بې‌کیفیته درمل راټول او د له‌ منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د جلال‌اباد ښار دویمې ناحیې اړوند سيمو کې د درملو عمده پلورنځیو څخه د نظارت په پایله کې دوه ټنه له نېټې تېر او بې‌کیفیته درمل راټول. . .

BACK TO NEWS