د خوندي روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی تر ارزونې لاندې ونیول شو

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳ - ۱۵:۵۹
د خوندي روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی تر ارزونې لاندې ونیول شو

یکشنبه، سلواغه ۱۴۰۰/۱۱/۳

د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد، نن د سره صليب کمېټې او نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ليدنه کې د خوندي روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی تر ارزونې لاندې ونیوه. 

د عامې روغتيا وزارت سرپرست، په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو پر ښه والي ټينګار وکړ او ويې ويل: موږ هڅه کوو څو په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو ښه والي ته وده ورکړو.

ډاکترعباد، په وروستيو څو مياشتو کې د عامې روغتيا وزارت د فعالیتونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د ماشومانو ګوزڼ د مخنیوي په پار د ګوزن کمپاین پیلول، د ميندو او ماشومانو د مړينې د مخنيوي په موخه د ميندو د روغتيايي خدمتونو پراخول، د عادي روغتيايي خدمتونو دوام او نور روغتيايي مسايل د دغه وزارت په فعالیتونو کې شامل دي. 

د عامې روغتیا وزارت سرپرست همداراز وویل: خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي زیاتوالی او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او موږ به هڅه وکړو څو د روغتیايي همکارانو په همکارۍ دغه اهداف ترلاسه کړو.

په ورته وخت کې د سره صليب د کمېټې عمومي رئيس ښاغلي الووا فيلیم، روغتيايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي پر زياتوالي د ټينګار ترڅنګ وويل، موږ ژمن يو چې د عامې روغتيا له وزارت سره د خوندي روغتيايي خدمتونو د زياتوالي لپاره کار وکړو.

نوموړي دغه راز د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د عامې روغتيا له وزارت سره د نړيوالو بنسټونو همکارۍ اغېزمنه وبلله.

له بلې خوا د سرې مياشتې استازي د عامې روغتيا له وزارت سره د دغې ادارې د همکاريو يادونه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به د عامې روغتيا وزارت سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۹
Background image

په لوګر کې د خوارځواکۍ د کمولو لپاره له AYSO سره هوکړه لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري لوګر ولایت کې د لنډو قدونو د شيوع او د خورځواکۍ د نورو ډولونه کمولو په موخه له Afghan Youth Services Organization-AYSO مؤسسې سره د (۳۶۸۸۷۰) درې سوه اته شپېته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۳۸
Background image

د عامې روغتیا وزیر کندهار، زابل او ارزګان کې د نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو عمومي روغتونونو د جوړېدو بنسټ ډبرې کېښودې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندهار، زابل او ارزګان ولایتونو ته د خپل رسمي سفر پر مهال د نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو عمومي روغتونونو د. . .

BACK TO NEWS