په هلمند ولایت کې د کرونا د درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۸:۴۲
په هلمند ولایت کې د کرونا د درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د کرونا د درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیسته ترسره کړه.

مالي او اداري معین یادو مراسمو ته په وینا کې وویل چې دغه روغتون به د دې ولایت د اوسېدونکو شته روغتیايي ستونزې حل کړي او هېوادوالو ته به لازم روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

ښاغلي معین همدا راز زیاته کړه، اسلامي امارت ژمن دی چي ټولو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي او اسلامي امارت دې برخې ته پوره متوجه ده.

دغه ۱۰۰ بستریز روغتون د آسیا پراختیايي بانک په مرسته د افغان ملي شرکت له لوري د یو مېلیون ډالرو په لګښت سره د یو کال په موده کې جوړ شوی چې د نورو روغتیايي خدماتو ترڅنګ به د اکسیجن پلانټ په برخه کې هم د دې ولایت اوسېدونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې د یاد روغتون د پرانیستې ترڅنګ د عامې روغتیا وزارت له لوري پنځه عرادې مجهز امبولانسونه د بست ولایتي روغتون ته ورکړل شول چې د هلمند ولایت اوسېدونکو د ستونزو د حل په برخه کې اغېزمن تمام شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۳:۴۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د مور په شيدو د تغذيې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې چې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، يو شمېر مرکزي رئیسانو، د نړيوالو همکارو ادارو او رسنيو استازو ګډون کړی و، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د بلخ ولایت ابوعلي سينا بلخي سیمه ییز روغتون سره د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو به ارزښت د طبي او غیرطبي تجهیزاتو مرسته وشوه

یاده مرسته د ازبکستان هېواد د فرغانه ولایت له لوري شوې، چې په کې د بستر ناروغانو بېډونه، ویلچرونه، د هوا سړولو (اې سي) دستګاوې، یخچالونه او یو شمېر نور اړین طبي او غیرطبي وسایل شامل دي.. . .

BACK TO NEWS