په غزني ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو
د غزني ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د قره باغ ولسوالۍ له خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره شو،چې په پایله کې یې څلور کلینیکونه، ۱۸ لابراتوارونه او ۹ درملتونونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له کبله وتړل شول.
همداراز د خصوصي روغتیايي سکتور کارکوونکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره شوې.