د ګرانو هيوادوالو ، رسنيو او ټولنيزو رسنيو اړوند کاروونکو د پام وړ!

Panah_moph

د جهانيټر په نوم مؤسسې له لوري څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت په اړه چې کوم بې اساسه او غير مسؤولانه راپور نشر شوی وو.

له يادې مؤسسې سره د څو ځل ليدلو په ترڅ کې د شواهدو او اسنادو د غوښتنې وروسته يادې مؤسسې د خپلې ليکنې په اړه چې له مرکزي دفتر "جرمني" نشر شوې وه په شفاهي او مکتوبي ډول بښنه وغوښته او ياده کړنه یې د خپل کاري ټيم د معلوماتو کمښت ياد کړ.

او يادونه وکړه چې ياده ليکنه يواځې د مرستو د جلبولو په خاطر، نه د رښتيني  څيړنو په اساس، د دې ترڅنګ يې عامې روغتياوزارت له کړنو ستاينه وکړه او د افغان ولس سره د لا دوامدارې همکارۍ  يادونه يې وکړه.

د عامې روغتياوزارت تعهد لري چې هيوادوالو ته معياري روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۱۷
Background image

د طبي شورا اړوند د ایګزیت ازموینې د نوم لیکنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت اړوند طبي شورا عمومي رياست د فعاليت جواز (اېګزيټ) ازموينې د نوم ليکنې خبرتيا!

https://nexa.gov.af/ps/exit-reg

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

موضوع: د JAKAVI (Ruxolitinib) تقلبي درملو د نه کارونې په اړه

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ کال د دویمې شمېرې خبرداري پر بنسټ، د JAKAVI (Ruxolitinib) درې بېچه جعلي (تقلبي) درمل په . . .

Back to announcements