د غمرازۍ پیغام

Panah_moph

په ډېر تاسف او خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې ډاکتر خلیل نرمګو، د مرکزي بغلان ولسوالۍ روغتون د جراحۍ څانګې مسؤل او د بغلان د خبریالانو د اتحادیې پخوانی رییس نن ماښام د پلخمري- مرکزي بغلان پر لویه لاره د مسلح کسانو لخوا په مظلومانه ډول په شهادت رسېدلی.

د عامې روغتیا وزارت رهبري، د ډاکتر نرمګو شهادت د افغانستان د روغتیا سکتور لپاره لویه ضایعه وبلله، د روغتیا سکتور د طبیبانو او هڅاندو کار کونکو وژل په کلکه غندي او د روغتیایي ټولنې له فرد فرد څخه ملاتړ خپل مسؤلیت ګڼي.

د عامې روغتیا وزارت رهبري، د روغتیایي کار کونکو د امنیت خوندیتوب د نشتون له امله اندېښنه څرګندوي او له امنیتي مسؤلینو څخه غواړي چې د روغتیایي کار کونکو د امنیت د خوندیتوب په برخه کې لا هڅې وکړي.

د عامې روغتیا وزارت رهبري او کار کونکي د ډاکتر نرمګو د شهادت په پار د مرحوم کورنۍ، دوستان او همکارانو ته د ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي، له لوی څښتن تعالی څخه مرحوم ته جنت الفردوس او کورنۍ ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۱۷
Background image

د طبي شورا اړوند د ایګزیت ازموینې د نوم لیکنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت اړوند طبي شورا عمومي رياست د فعاليت جواز (اېګزيټ) ازموينې د نوم ليکنې خبرتيا!

https://nexa.gov.af/ps/exit-reg

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

موضوع: د JAKAVI (Ruxolitinib) تقلبي درملو د نه کارونې په اړه

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ کال د دویمې شمېرې خبرداري پر بنسټ، د JAKAVI (Ruxolitinib) درې بېچه جعلي (تقلبي) درمل په . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۵۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

موضوع: د ځینو کانټراسټ (Contrast) انجکشني درملو د نه کارونې په اړه!

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ کال د لومړۍ شمېرې خبرداري پر بنسټ، د GE Healthcare Ireland Limited شرکت له لوري . . .

Back to announcements