د عامې روغتیا وزیر افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې له عمومي مشرې، اغلې ډاکټر حنان حسن بلخي او مل پلاوي سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۶:۴۶
MOPH

د افغانستان اسلامې امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې له عمومي مشرې، اغلې ډاکټر حنان حسن بلخي او مل پلاوي سره ناسته ترسره کړه

 

په دې ناسته کې، چې د افغانستان لپاره د يونيسف ادارې مشر، ښاغلي تاج الدین اوېلا او د روغتیا نړیوال سازمان استازو هم شتون درلود په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د محوې، په تېرو دوو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت د لاسته راوړنو، د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، د ولسوالۍ کچې روغتونونو د جوړېدو، د روغتیایي سیستم د پیاوړتیا، دوامداره همکارۍ، د ساري ناروغیو د کنټرول او غوره همغږۍ اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

 

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د واکمنېدو راپدېخوا د هېواد په روغتیایي سکتور کې د پام وړ بدلون راغلی په ځانګړي ډول د ابتدايي، ثانوي او ثالثي روغتیايي خدمتونو په برخه کې او د پولیو پېښې د پخوا په پرتله کمې شوي دي او په دې برخه کې لا هم هڅې روانې دي؛ ترڅو د تل لپاره له دې ناوړه ناروغۍ څخه پاک افغانستان ولرو.

د عامې روغتیا وزیر همداراز زیاته کړه موږ په لومړي ځل په افغانستان کې د پولیو د تشخیص لابراتوار پرانیسته؛ ترڅو د پولیو ناروغۍ  ژر او په کره ډول تشخیص شي.

نوموړي همداراز په روغتیايي سکتور کې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې همکاري اړینه وبلله او له هغوی یې وغوښتل، چې د افغان روغتیايي پروسونل د ظرفیت لوړولو، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو په رسولو، د ساري ناروغیو په کنټرول، د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا او د پولیو ناروغۍ په محوه کولو کې د عامې روغتیا وزارت سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

 

له بل لوري د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې استازو پر خپلو دوامداره همکاریو ټینګار وکړ او په دې برخو کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۱:۱۳
Background image

د جوزجان ولایت اړوند، دشت لیلې سیمه کې یو ابتدایي روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد روغتیايي مرکز په مرسته به د نوموړې سیمې اوسېدونکو ته، چې له کلونو راهیسې یې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لره لومړني روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.

د یادولو وړ ده، چې په نږدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۱:۱
Background image

د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ کې یو معیاري روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

یاد روغتیايي مرکز د افغانستان اسلامي امارت له داخلي بودیجې څخه د عامې روغتیا وزرات له لوري د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې په مرسته به یې د دې ولسوالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۰:۱
Background image

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې  د دايکندي له والي، مولوي نجیب الله رفيع سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې په دایکندي ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د پراخېدو ، د نویو روغتیايي مرکزونو جوړېدو او په دې ولایت کې د روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې. . .

BACK TO NEWS