د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د انتاني روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د(انتاني روغتون د برېښنا د تأمین لپاره د ۴۰۰ KVA ظرفیت لرونکي کمپکټ سټېشن برېښنا برج د اړتیا وړ ۴۱ قلمه اجناسو او تجهیزاتو د تدارک پروسه) کې، چې د (MOPH/ATH/NCP/G001) ریفرینس نمبر لرونکې ده، ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د انتاني روغتون د خدماتو مدیریت څخه په فلش ډیسک کې ترلاسه کړي او خپل آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او د لنډمهاله اجرائیوي طرزالعملونو سره سم په سر تړلي ډول د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۴۸ هـ.ق د صفر میاشتې تر ۹مې، د شنبې ورځې، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش د زمري (اسد) له ۳مې نېټې سره برابره ده، د ماسپښین تر ۳:۰۰ بجو پورې د انتاني روغتون د مدیریت دفتر ته، چې په سالنګ واټ، د ملي آرشیف ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې لېږل شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر پرانیستې غونډه  څخه مخکې د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۴۸ هـ.ق د صفر میاشتې په ۱۰مه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش د زمري (اسد) له ۴مې نېټې سره برابره ده، د سهار په ۹:۰۰ بجو ترسره کېږي.

د آفرونو د پرانیستې غونډه به هماغه ورځ، د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د انتاني روغتون د آفر پرانیستې په تالار کې، چې د سالنګ واټ، د ملي آرشیف ترڅنګ موقعیت لري ترسره شي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۱۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ابن سینا 1000 بستریز روغتون، جنگلک 450 بستریز روغتون، کوهدامن 20 بستریز روغتون او د آغوش ۱۰۰ بستریز . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۱۱
Background image

د بیاځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ عمومي روغتون (New CHC) GH د رغولو پروژې، چې ريفرينس شمېره يې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۸
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د عمومي روغتون (New CHC) GH رغولو پروژې، چې ريفرينس شمېره يې . . .

Back to tenders