د داوطلبۍ بیا ځلې خبرتیا!

rasooli_admin
Moph

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت اړوند، افغان جاپان ساري  ناروغیو د درملنې روغتون په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته خبر ورکوي، چی د 1403 کال (د طبي اوکسیجن هوا) د تهیې او تدارک پروژې په داوطلبۍ کې چې د افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې روغتون د MOPH/AFGHAN/JAPAN/NCB/G00-1-1403 ریفرینس نمبر لاندې دی ګډون وکړي.

او د شرط پاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې ترلاسه او خپل وړاندیزونه په شرط پاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د 09/09/ 1445چې د 29/12/1402 نېټې، د سې شنبې ورځې د سهار تر لسو بجو پورې د شپږمې ناحیې اړوند دارالامان سرک د سناتوریم تم ځای کې د افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې روغتون د تریننګ خونه کې وسپاري.

ناوخته او انټرنیټي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یوه اعتباري بانک څخه (50750) ( پنځوس زره اووه سوه پنځوس) افغانۍ دی او د وړاندیزونو د خلاصولو غونډه د 09/09/1445 نېټه سې شنبې ورځ سهار لس بجې چې د 29/12/1402 نېټې سره سمون لري د افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې روغتون په تریننګ خونه کې، چې د شپږمې ناحیې اړوند، دارلامان سرک سناتوریم تم ځای کابل کې شتون لري کې ترسره کیږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۹:۱۰ کابل - افغانستان
Background image

دتیل دیزل او پطرول د تړون ورکړې خبرتیا

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت د مرکزی ادارو  او . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۸:۵۷ کابل - افغانستان
Background image

د مایع ګاز د تړون ورکړې خبرتیا

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن سینا . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۸:۴۲ کابل - افغانستان
Background image

د42 قلم پاکونکي مواد تهيه او تدارک کول د داوطلبۍ خبرتیا

{ د اندراګاندي د ماشومانو د درملني انستیتوت دتدارکاتو لوی مدیریت } ټولو په شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکول کیږي تر څو د { د 1403 د مالي کال لپاره 42 قلم پاکونکي مواد تهيه او تدارک کول . . .

Back to tenders