د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا !

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د افغان جاپان روغتون په پام کې لري، چې د دې روغتون اړوند د 1404 مالي کال لپاره د یو قلم ډیزل تیلو د تدارک او چمتو کولو تړون چې شمېره یې MOPH/AFGHAN/JAPAN/NCB/G0017/1404 ده،   تړون یې د افغانستان د نفتو او ګازو امارتي شرکت ته چې په کابل ولایت کې موقعیت لري او د 79955 شمېرې جواز لرونکی دی د (3850000) درې میلیونه اته سوه پنځوس زره افغانۍ مجموعي قیمت سره ورکړي.

حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نیوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر درې تقویمي ورځو پورې په لیکلي بڼه د لاملونو سره یو ځای د افغان جاپان روغتون ریاست ته چې د کابل ولایت د شپږمې ناحیي، دارالامان سرک د سناتوریم په تم ځای کی موقعیت لري، د عقودو قانون سره سم وړاندې کړي.

دا خبرتیا د تړون عقد په معنی نه ده او د پورته یاد شوې مودې او ورپسې قانوني پړاونوو تر بشپړیدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي:

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د دې وزارت اړوند  (  د کندهار ولایت میرویس حوزوي روغتون د اړتیا وړ ۱۷۲ قلمه طبي ملزماتو چمتو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۸:۲۵
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د عاجل ابن سینا روغتون  ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د(یو قلم طبي اکسیجن، 1405کال) پروژې داوطلبۍ پروسه کې، چې د (MOPH/ECP/NCB/1405/G001)  شمېرې لرونکې ده، . . .

Back to tenders