د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د دې وزارت اړوند د مرکزي ورکشاپونو آمریت لپاره د ایرکندیشن او یخچال او د اړتیا وړ  85 قلمه پرزو تیارول او تدارک پروژه چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1404NCB/G-1796)ده. تړون یې (د احمد فرشاد فردوس لمیټید ) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت د (1717) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( د کلوله پشتې ملي مارکیټ موقعیت 4 ، مرکز کابل) کې دی. چې د تړون بیه یې (4,159,653) څلور میلیونه یو سل نهه پنځوس زره شپږه سوه دري پنځوس افغانۍ ده .

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر دریو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند  د اجناسو او غیر مشورتي تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۴۶
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د غزني ولایت اړوند جغتو ولسوالۍ کې د عمومي روغتون (New CHC) GH رغولو پروژې، چې د (MOPH/1405/NCB/W . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۱۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ابن سینا 1000 بستریز روغتون، جنگلک 450 بستریز روغتون، کوهدامن 20 بستریز روغتون او د آغوش ۱۰۰ بستریز . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۱۱
Background image

د بیاځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ عمومي روغتون (New CHC) GH د رغولو پروژې، چې ريفرينس شمېره يې . . .

Back to tenders