د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

په ټرینري ازموینه کې اړوندو بستونو ته د بریالي شویو ټرینر متخصصینو د پام وړ!

د اکمال تخصص لوی ریاست تل هڅه کړې، چې د تخصصي برنامې بډایه کولو لپاره علمي معیارونه پلي او د ډاکټرانو علمي کچه لوړه کړي؛ ترڅو هېوادوالو ته په کور دننه معیاري خدمات وړاندې کړي.

د ټرینر ازموینې لومړی پړاو چې د عامې روغتیا وزارت سهیلا صدیق تالار کې په  ۲۹/۱/۱۴۴۶ نېټې د ازموینو کمېټې، بشري سرچینو لوی ریاست او معالجوي طب لوی ریاست استازو په شتون کې له نوماندانو واخیستل شوه، په همدې اساس هغه کسان چې په یاده ازموینه کې یې لوړي نمري اخیستي خبر ورکول کېږي، چې د اداري طی مراحلو او ګمارنې پروسې وروسته به پر خپلې خوښې د ټاکل شوي روغتون اړوندو خالي بستونو ته وروپېژندل شي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۱۷
Background image

د طبي شورا اړوند د ایګزیت ازموینې د نوم لیکنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت اړوند طبي شورا عمومي رياست د فعاليت جواز (اېګزيټ) ازموينې د نوم ليکنې خبرتيا!

https://nexa.gov.af/ps/exit-reg

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

موضوع: د JAKAVI (Ruxolitinib) تقلبي درملو د نه کارونې په اړه

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ کال د دویمې شمېرې خبرداري پر بنسټ، د JAKAVI (Ruxolitinib) درې بېچه جعلي (تقلبي) درمل په . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۵۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

موضوع: د ځینو کانټراسټ (Contrast) انجکشني درملو د نه کارونې په اړه!

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ کال د لومړۍ شمېرې خبرداري پر بنسټ، د GE Healthcare Ireland Limited شرکت له لوري . . .

Back to announcements