خبرتيا!

rasooli_admin
moph

 هغه هيوادوالو ته چې په کورونو کې د لب چاک ناروغان ولري ، خبر ورکول کيږي چې د کابل په صحت طفل روغتون کې د لس ورځو لپاره د بنګله ديش هيواد څخه راغلی روغتيايي ټيم په همدې برخه کې د ناروغانو وړيا عملیاتونه تر سره کوي ، که د لب چاک کوم ناروغ په کور کې لرئ کولای شئ سر له سبا د يکشنبې ورځ ، شپږم د حوت څخه تر اتم د حوت د صحت طفل روغتون عاجل خونې کې د لب چاک ناروغانو لپاره ځانګړې شوې شعبې کې راجستر کړئ، تر څو د را روانو لسو ورځو په جريان کې يې عمليات تر سره شي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۱۷
Background image

د طبي شورا اړوند د ایګزیت ازموینې د نوم لیکنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت اړوند طبي شورا عمومي رياست د فعاليت جواز (اېګزيټ) ازموينې د نوم ليکنې خبرتيا!

https://nexa.gov.af/ps/exit-reg

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

موضوع: د JAKAVI (Ruxolitinib) تقلبي درملو د نه کارونې په اړه

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ کال د دویمې شمېرې خبرداري پر بنسټ، د JAKAVI (Ruxolitinib) درې بېچه جعلي (تقلبي) درمل په . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۵۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

موضوع: د ځینو کانټراسټ (Contrast) انجکشني درملو د نه کارونې په اړه!

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ کال د لومړۍ شمېرې خبرداري پر بنسټ، د GE Healthcare Ireland Limited شرکت له لوري . . .

Back to announcements