د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال په غزني کې د ګیرو ولسوالۍ د عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده
د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال، ښاغلي قاري عبدالولي صديقي او مل پلاوي غزني ولايت ته د سفر په ترڅ کې د ګيرو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د غزني ولايت د مقام استازو، د عامې روغتيا رئيس ډاکټر رسول خان نظري، د ګيرو ولسوال مولوي محمد ایوب جبیر، د سيمې اوسېدونکو، علماوو کرامو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال، ښاغلي قاري عبدالولي صديقي د ياد روغتون جوړېدل د سيمې خلکو لپاره يو مهم ګام وباله او ويې ويل: د دې روغتون په جوړېدو سره به د ګيرو ولسوالۍ او شاوخوا سيمو اوسېدونکي له معیاري روغتيايي خدمتونو څخه برخمن او د درملنې لپاره
به مرکز ته د تګ اړتيا کمه شي.
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلی قاري عبدالولي صدیقي:
د ا.ا. د مشرتابه د حکم پر اساس په ټول هېواد کې د ۳۱۸ عمومي روغتونونو د جوړېدو منظوري ورکړل شوې ده او د روان کال تر پایه به د هېواد په بېلابېلو لرې پرتو ولسوالیو کې ۶۱ نوي روغتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
همداراز، د غزني عامې روغتيا رئيس، ډاکټر رسول خان نظري هم د ياد روغتون جوړېدل د ولسوالۍ اوسېدونکو لپاره اغېزمن ګام وباله او زیاته یې کړه، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي له اساسي او تخصصي خدماتو څخه برخمن شي.
دغه راز، د سيمې مشرانو او اوسېدونکو د عامې روغتيا وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه، چې د دې روغتون د جوړېدو چارې به په ټاکلي وخت بشپړې شي.
