په دایکندي ولایت کې (۶۳۶) قلمه درمل او ۲.۵ ټنه له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي له منځه یوړل شول
دغه توکي او درمل د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه د تېرې ربعې په ترڅ کې راټول شوي وو او د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یوړل شول.
همدارنګه، د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ، چې د خوراکي توکو او درملو د پلور پر مرکزونو د څارنې بهیر به په دوامداره توګه روان وي او له سرغړوونکو سره به د اصولو او مقرراتو له مخې قانوني چلند وشي؛ تر څو بازار ته د بېکیفیته توکو د وړاندې مخه ونیول شي او د هېوادوالو روغتیا خوندي شي.
